کابل باختر د کب دمياشتې ١٢ :
د دايکنډي دمرکز د ښځو لاسي صنايع د دغه ولايت د کنفرانسونوپه تالارکې نندارې ته وړاندې شول .
ددغه نندارتون دپرانستلو په وخت کې دولايتي شوراګانو استازو، يونيما،
دد ولتي ادارو رئيسانو او د لاسي صنايعو مينه والو ګډون د رلود.
کسبګرو ښځو خپلې ستونزې د ګډون والو په وړاندې طرحه کړي او ويې ويل دمناسب ځاى نشتوالى ، بازارموندنه ، دښځينه مارکيټ نشتوالى له هغو ستونزو څخه دي چې کسبه کارې ميرمنې ورسره مخامخې دي.
د دايکنډي والۍ معصومه مرادي د دغه نندارتون د پرانستلوله امله دقدرداني په ويلو سره د دايکنډي د خويندو ستونزې يې تائيدې کړي او زياته يې کړه ؛ ستاسو ستونزي درک کوم او څه چې د سيمه ييزې ادارې په واک کې لرو له تاسو سره به مرسته و کړو.
ميرمن مرادي زياته کړه ؛ تاسو باشهامته خويندې د کورنيو او ټولنې قوى بازو ياست .
د دايکنډي دښځو د چارو رئيسې ذکيې رضايي دباخترآژانس خبريال ته وويل دغه نندارتون د يونيما د دفتر په مالي مرسته د دوو ورځو لپاره جوړشوى دى چې موخه يې داقصاد وده او د دايکنډي دښځواستعدادونه نندارې ته وړاندې کول دي.
0 1 دقیقه لوستل