سیاستخبرونه

د لوړو زده کړو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره وکتل

کابل / د کب ۱۸ مه / باختر
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبد الباقي حقاني، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له استازي طارق البخیط سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د مالي او اداري چارو سرپرست معین او همدارنګه د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم رئیس هم حضور درلود، چې دواړو اړخونو په هېواد کې د لوړو زده کړو په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د وزارت کاري پروګرامونه تشریح کړل او د اسلامي همکاریو له سازمان څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان نړیوال پوهنتون د دیني او عصري زده کړو، په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړونې د پروژې چټکوالي، د مرکز او ولایتونو د پوهنتونونو ښځينه استادانو او محصلینو د لېږد لپاره د ترانسپورت ترتیب او تدارک، په ولایتونو کې د ښځو لپاره د ځانګړو پوهنتونونو د ایجاد، په اسلامي هېوادونو کې د افغان محصلانو لپاره د بورسونو او همدارنګه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د کتابتونونو د تجهیز مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د OIC استازي طارق البخیط د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه فعالیتونه وستایل او ویې ویل، چې یاد وړاندیزونه به د اسلامي همکاریو سازمان OIC له مقاماتو سره شریک او د مرستو راجلبولو په برخه کې به هڅه وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته