کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د بامیانو په مرکز کې د ۳۸۱ زره ډالرو په لګښت «شاه فولادي» لېسې ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې ودانۍ د پرانیستلو پرمهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسوول محمد عظیم عظیمي وویل چې یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې د دغه ادارې په مالي ملاتړ جوړه شوې چې په کې ۱۴ ټولګي، ۲ د کمپوټر او لابراتوار خونې، یوه اداري خونه، یوه د ساتونکي خونه، لمریزې برېښنا سېسټم، د والیبال میدان او د نورو اړوندو محلقاتو رغول شامل دي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یادې لېسې ودانۍ په جوړېدو خوښ دي او وايي له دې وروسته به یې ماشومان په سالم چاپېریال کې زده کړې کوي.