کابل باختر د کب دمياشتې ٤ :
د امنيتي ځواکونو د شاهين _ ٢٥ په نامه د عملياتو په دوام چې د ننګرهار ولايت د اچين او هسکې مينې په ولسواليوکې ترسره شول؛ د يوه قوماندان په ګډون ٣٠ تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په تيرو ٢٤ ساعتوکې امنيتي ځواکونو د ننګرهار ولايت د هسکې مينې ولسوالۍ په ګرګري سيمه او د اچين ولسوالۍ په جمال خيلو کلي کې د هوايي، توپچي او ځمکنيو ګوزارونو له امله د داعش د يوه مشهور قوماندان حمزه په ګډون ديرش تنه داعشيان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول او دغه راز د هغوى يوه داشکه او يو داتسون موټرهم ويجاړ شوي دي او د وسايطو ضد درې ماينونه چې د وسله والو داعشيانو له خوا ځاى پرځاى شوي و؛ له چاودنې مخکې کشف او شنډ شول.
0 1 دقیقه لوستل