کابل، د زمری۲ مه، باختر
تېره ورځ ماسپښين مهال د پکتیکا مرکز په شمول مټاخان او بکخېل ولسوالیو کې سېلاوونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
د مرکز شرنې مټاخان او بکخېلو اوسېدونکو باختر آژانس له سیمه ییز خبریال سره په خبرو کې ویلي، چې سېلاوونه خورا زیات وو او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي د سېمې اوسېدونکو دا هم وویل، چي د کورونو دېوالونه یې چپه شوي باغونه او فصلونه یې سېلاوونو له ځان سره وړي دي.
د یادونې وړ ده چې څو اوونې مخکې هم د مرکز په شمول په زیاتو ولسوالیو کې سېلاوونه راوتلې وو چې غنم او سولر(شمسي) د مڼو باغونه د کورونو دېوالونه یې له ځان سره وړي وو.
صدیقي