کابل، د چنګاښ ۳۰ مه، باختر
د کندهار د اسلامي او ملي پولیسو له روزنیز او ښوونیز مرکز څخه ۶۰۰ پولیس فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.
د کندهار د اسلامي او ملي پولیسو د روزنیز مرکز مطبوعاتي مسؤل حمید الله زاهد وايي: “فارغو شویو پولیسو په یاد مرکز کې د شپږو اوونیو په موده کې نظامي، مسلکي، عقیدوي، اخلاقي او تشریفاتي زده کړې بشپړې کړې او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.”
په ورته وخت کې فارغو شویو پولیسو هم ژمنه کړې، چې په هر ډول شرایطو کې به د خپل نظام، هېواد او خلګو خدمت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه له دې وړاندې هم سلګونه پولیس فارغ شوي او د ټولنې خدمت ته وړاندې شوي دي.
ن/ر