کابل / د غبرګولي ۱۱ مه / باختر
د دایکنډي له طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولینو پر۳۲۰۰ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.
د داینکنډي له طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره باخترآژانس ته وویل چې د خوړو نړیوال سازمان نن د دغه ولایت په ګيتي ولسوالۍ کې پر۳۲۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش بهیر پيل کړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کورنۍ مخکې سروې شوې وې او پر هرې کورنۍ اوړه ، غوړي، دال او مالګه ووېشل وه .
ع