امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر  د غبرګولي يوولسمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون په نيمروز ولايت کې ووژل شول .
دنيمروز ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل دغه طالبان دملي اردو دسرتيرو پرپوستې په بريد کې ووژل شول .
له بلې خوا دنيمروز ولايت امنيه قوماندان محمد قسيم جنګل باغ  وايي چې دغوکسانو نيت درلود په دلارام ولسوالۍ کې داردو دځواکونو پر يوې پوستې بريد وکړي چې دملي اردو دسرتيرو له کمين سره مخامخ  شول او ووژل شول .
دنيمروز ولايت دامنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې، نور يرغلګر  طالبان له سيمې څخه په تيښتې بريالي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته