کابل، د غوايي ۱۸ مه، باختر
په هرات کې پر سلګونو اړمنو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست يوې سرچينې د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې موده کې له ۴۳۰ کورنيو سره د اوړو، غوړيو، وريجو او خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د خوړو او مهاجرت نړیوال سازمان دغه مرستې اړمنو کورنیو ته چمتو کړې وې.
د یو بل خبرله مخې، د بادغیس له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست پرون پر هغو ۴۰ کورنیو چې د وروستیو سېلاوونو له امله زیانمنې شوې وې مرسته وکړه په دغه مرسته کې غوړي، بوره، وریجې، غنم، لوبیا، او دال شامل دي.
ع