کابل / د کب ۲۶ مه / باختر
د لوړو زده کړو وزارت پلاوی ، په پکتیا کې د زمزم د خصوصي لوړو زده کړو موسسې حالت وڅېړه.
د باخترآژانس د خبرله مځې، د دغې څېړنې په بهیرکې، د لوړو زده کړو وزارت د ضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رییس شاکر وحیدي د زمزم د خصوصي لوړو زده کړو موسسې د بېلا بېلوبرخو د څېړنې له مخې ، د دغه بنسټ مسوولینو ته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د ریاست د پرورګرامونو په اړوند معلومات ورکړل.
هغه دغه راز د تضمین کیفیت اواعتبارورکولو د معیارونو او د هېواد د تحصیلي بنسټونو د پرمختک او پراختیا په برخوکې د اهمیت د تطبیق په اړوند خبرې وکړې او د دغه تحصیلي موسسې له مسوولینوڅخه وغوښتل چې خپل تحصیلي خدمتونه د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د لارښونې په مطابق عیارکړي.
د یادونې وړدی چې په وروستیومیاشتوکې د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د هېواد په مرکزاو ولایتونوکې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو یوشمېربنسټونه وڅېړل او دغه راز د دغو بنسټونو د چارې د ښه والي په خاطرزده کړیز ورکشاپونه جوړکړي دي.
ع