کابل/ د کب ١٠ مه / باختر
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه وکړي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاينز د دغه هېواد د وضعیت په اړه دې شورا ته راپور ورکړي.
د باخترآژانس مفسر ليکي؛ په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي مرستیالې دفتر یوناما تایید کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا د افغانستان په اړه غونډه وکړي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې راپور واوري.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د اوکراین تحولاتو د نړۍ د زياتو سیاسیونو او رسنیزيو پام ځان ته اړولى او داسې اندېښنې موجودې وې چې د اوکراين روانو حالاتو په رامنځته کېدو سره به د افغانستان مسله هېره شي، خو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا سازمان د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ښيي چې د نړۍ پام لا هم پر افغانستان دی.
د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د افغانستان د خلکو هيله دا ده چې ملګري ملتونه له افغانستان سره معقول چلند وکړي او د هېواد واقعیت ته پام وکړي.
په افغانستان کې واقعیت دا دی چې هېواد د ثبات د ټینګښت په لور روان دی، د يو شمېرهېوادونو اندېښنې چې ادعا يې کړې وه چې په افغانستان کې د ډار اچوونکو ډلو فعاليت زيات شوى دى يوازې له تبليغاتو پرته بل څه نه و.
په هېواد کې د نوي نظام له رامنځته کېدو شپږ میاشتې تېرې شوې؛ خو د ډار اچوونکو ډلو د شتون په اړه هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې شوي؛ خو اسلامي امارت برعکس په دې وتوانید چې د سیمې د ګاونډیو هېوادونو او د سيمې د هېوادونو باور او اعتماد ترلاسه کړي او دغه هېوادونه له اسلامي امارت سره د تعامل لاره خپله کړي.
حقیقت دا دی چې افغانانو د اسلامي امارت په راتګ سره سیاسي او امنیتي ثبات ترلاسه کړی او د هېواد د بیارغونې او سمسورتيا لپاره يې له نږدې او لېرې هېوادونو سره د تعامل او سیمه ییزو همکاریو په پار ښه بستر رامنځته کړى دى.
دا به ښه وي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په افغانستان کې واقعیتونه درک کړي.
سره له دې چې په تېرو شپږو مياشتو کې په هېواد کې د مثبتو پرمختګونو په رامنځته کېدو سره د افغانانو پر ژوند ستونزو هم سيوری غوړولی، چې زياتره يې اقتصادي ستونزې دي، امریکا په سپين سترګۍ سره د افغانستان په ملیاردونو ډالرو شتمني کنګل کړې چې دا کار په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو لامل کېږي.
یوه بله خبره چې زموږ خلک یې اندېښمن کړي هغه دا ده چې د اوکراين پېښه به د مرستندویه بنسټونو پام ځان ته واړوي او افغانستان به ترې هېر شي په داسې حال کې چې دا دوه جلا پېښې دي.
غوره به دا وي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا له افغانستان سره د لازیاتو بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړي او په هېواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره روښانه تعریف ولري او اعلام کړي چې په افغانستان کې د هېڅ هیواد لپاره کومه ستونزه نشته.
\ ذ