ټولنه

په پکتيا کې سلګونو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل /د وږي ٣٠مه /باختر
په پکتيا کې سلګونو اړو کورنيو د بشر دوستانه مرستو ترپوښښ لاندې ونيول شول.
دغه مرستې د کويټ د سرې مياشتې تولنې د افغانستان د سرې مياشتې د ټولنې په همکارى د احمد خيلو اوجاني خيلو په ولسواليو کې له اړو او سېلاو ځپلو کورنيوسره کړي دي .
د پکتيا د افغاني سرې مياشتې د ټولنې سرپرست مولوي صفت الله قريشي باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې له ٤٠٠ اړو او سېلاوځپلو کورنيوسره د خوراکي توکومرسته وشوه.
په دغو توکو کې وريجې ،لوبيا او دال په ګډون مرستې شاملې دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته