کابل / د چنګاښ ۲۶ / باختر
د آموټیم د بست ټیم ته په ماتې ورکولوسره ، په کونړکې د معلولینود کرکټ د سیالیواتل شو.
په دغو سیالیوکې د آمو ټیم خپل سیال بست ټيم ته په لږ ټوپیرسره ماتې ورکړه او د لوبې اتل شو.
دغه سیالۍ د معلولینو د کرکټ جام ترنامه لاندې په اسعد آباد ښارکې د کونړد نجیب الله ترکي د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوې وه.
نجیب الله ترکي د افغانستان د کرکټ د ملي تيم پخوانی غړی و چې تېرکال په یوه ترافیکي پېښه کې د ننګرهار په جلال آباد ښآرکې ووژل شو.
د افغانستان د کرکټ بورد یومسوول باخترآژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانوترمنخ د کرکټ ورزش د ودې او د غوره څېرو د ټاکلوپه موخه ترسره شوې وه.
-ع