کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو نن سهار يو ديني عالم په لغمان کې شهيد کړ.
د لغمان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شفيع الله افغانيار باختر آژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو دغه ديني عالم چې د دغه ولايت په حج او اوقافو رياست کې دنده ترسره کوله، د لغمان د مرکز مهترلام ښار په انارباغ سيمه کې شهيد کړ.
تراوسه د دغه ترور مسووليت چا نه دى منلى.
ختم-ج-ا