کابل / د کب۱٥/ باختر
افغان ځواکونو تيره شپه په فارياب کې د وسله والو طالبانو٣ فعال غړي ونيول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل: افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو درې کليدي غړي په اسامه مشهورعلي محمد، ملااجمل او عبدالغفور فارياب ولايت له مربوطاتو څخه ونيول.
رضايي زياته کړه دغه نيول شوي کسان د فارياب په المار، پښتونکوټ او خواجه سبزپوش ولسواليو کې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو.
پاى \ ذ