کابل / د وږي ٢٧مه / باختر
د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ شو او نن پرانيستل شو.
د نیمروز د پوهنې رییس مسعود نوري باختر آژانس ته وویل چې د دغه ښوونځي ودانۍ د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې د ١٠جریبه ځمکې په ساحه کې د څه دپاسه ۲۱ میلیونو افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي توکه جوړه شوې ده.
د دغه ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو سره، سلګونو زده کوونکو ته د زده کړې ښه فضا برابره شوې ده.
ختم/ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ