کابل – باختر د تلې دمياشتې ٥
دشاهين، آسمايي، دفوټبال ټيم د تګ په پړاوکې د موج هاى آمو په ټيم په برياليتوب سره د هيواد دغوره ليګ دسياليو وروستي پړاو ته واټن لنډکړ.
دباختر آژانس دخبرله مخې :
په دې لوبه کې چې نن مازيګر پاى ته ورسيده؛ دشاهين آسمايي ټيم د دوو په مقابل کې په دريو سره د موج هاى آمو ټيم ته ماتې ورکړه.
که چيرې دغه ټيم د راتګ په پړاوکې وکولاى شي د موج هاى آمو په ټيم بريالى شي؛ د هيواد دفوټبال دغوره ليګ دسياليو وروستي پړاوته لاره مومي.
دغه ټيم د تيرو دوو ليګونو د اتلوالى وياړ هم لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ