کابل /دکب ٥مه / باختر
داطلاعاتتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن دغور د ولايتي شورا له رييس اوغړو سره وکتل .
دباختراژانس د خبرله مخې، په دې کتنه کې داطلاعاتتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري ، داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې اوترميم رييس عبدالاحد عباسي، دغور دولايتي شورا رييس فضل الحق احسان او ددغه ولايت دولايتي شورا غړي عبدالرحمن عطشان شتون درلود .
په کتنه کې دغور د ولايتي شورا رييس دسړک دنشتوالي له پلوه دخلکو دستونزو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: غور دافغانستان يوله ډېرو وروسته پاتې ولايتونوڅخه دى چې يوازې لس کيلومتره پوخ سړک لري .
هغه دهغه سړک په اړوند چې د ضحاک کلا له غاړې څخه تېرېږي خبرې وکړې او ويې ويل: ددغه سړک دجوړولو کار په دې خاطر له څو کلونوراپدېخوا ځنډول شوى دى چې په تګلوري کې يې دضحاک کلا يوه برخه موقعيت لري .
له دې امله داطلاعاتواوفرهنګ له وزارت څخه غواړو چې په ډېر لنډممکن وخت کې دغه ستونزه دترانسپورت په تفاهم کې حل شي . چې دتګ راتګ له پلوه دخلکو ستونزې کمې شي .
داطﻻعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ دخلکودستونزو حل کول داطلاعاتواوفرهنګ وزارت يوه دنده وبلله او ويې ويل : دهيئت په موظف کولو سره به په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه ستونزه حل شي .
دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ اوهنر معين پوهاند محمد رسول باوري دموضوع په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: ددغې ستونزې د څېړنې او حل کولو په مقصد تراوسه پورې دوه ځلې هيئت موظف کړى شوى دى، دموظف شوي هيئت دنظر له مخې، دغه ساحه يوه لرغونې او د تاريخي لرغونتيا لرونکې ساحه ده، له دې امله دقانون په پام کې نيولو سره مو اجازه ورنه کړه چې لرغونې ساحې ويجاړې شي .
هغه زياته کړه چې زموږ مسووليت دلرغونو ساحو ساتنه ده .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دتاريخي ابداتودساتنې اوترميم رييس عبدالاحد عباسي وويل چې دضحاک کلا يوه لرغونې او ثبت شوې ساحه ده .
دستونزې دحل کولو لپاره څو ليکونه دترانسپورت وزارت ته لېږل شوي او هم ساحه له نږدې څېړل شوې ده چې د ډيزاين په ناڅيز بدلون سره دغې ساحې ته هيڅ راز زيان نه رسېږي، ځکه په ساحه کې زيات امکانات شتون لري .
هغه دغه راز په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه ولايت ته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ اوهنر معينيت دهيئت دسفر خبرورکړاو ويې ويل: هر راز فعاليت چې دلرغونوساحو دويجاړتيا سبب شي غير قانوني دى .
ختم_ ف _ اکرم