کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې دقوانينو کميټې غونډه نن د جمهوري رياست د مرستيال او د دغې کميټې د رئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه.
د قوانينو د کميټې په غونډه کې له خطر سره د مخامخو روغتيايي کارکوونکو د امتيازپه مقرره کې د زياتوالي طرحه تائيد شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د قوانينو د کميټې په دې غونډه کې له خطر سره د مخامخو روغتيايي کارکوونکو د امتياز په مقرره کې د زياتوالي طرحه او د کمرکاتو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې شوې.
دقوانينو دکميټې غونډې له دقيقو او هر اړخيزو خبرو او څيړنې وروسته له خطر سره دمخامخو روغتيايي کارکوونکو د اميتاز په مقرره کې د زياتوالي طرحه تائيد کړه.
د دغې مقررې طرحه د انتاني او هيمودياليز برخو د مسلکي او فني کارکوونکو په امتيازونوکې د زياتوالي په موخه چې په مستقيمه توګه د ساري ناروغيو لرونکو ناروغانوسره په اړيکه کې دي، جوړه شوې ده.
دغه راز د ګمرکاتو د قانون طرحه د قوانينو د کميټې غونډې ته وړاندې شوه. د ګمرکاتو د قانون طرحه په مفصله توګه وڅيړل شوه، غونډې پريکړه وکړه چې اصلاحي موارد دې د قانون په متن کې ځاى کړاى شي او دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوريت دعدليې وزارت موظف کړاى شو چې دماليې ، سوداګرۍ، کورنيو چارو او د کرنې او اوبو لګولو د وزارتونو، د سوداګرۍ او صنايعو دخونو او د جمهوري رياست دحقوقي مشورتي بورد د رئيس ، د جمهوري رياست د دويم معاونيت د حقوقي سلاکار او د نورو اړوندو ادارو په ګډون غونډې جوړې کړي او د هغو موضوعګانوپه باب چې دغونډې له خوا سپارلې شوې دي؛ کافي خبرې او تدقيق ترسره او د ګمرکاتو دقانون طرحه دې د کابينې په يوه غونډه کې وړاندې کړي.
0 1 دقیقه لوستل