کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢ :
ولسي جرګې وپتيله چې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې او د عامې روغتيا وزيران په هېوادکې د روږدوکسانو د زياتوالي په اړوند استجواب کړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې :
دغه تصميم د ولسي جرګې د رئيسانو د کميټې په نننۍ غونډه کې ونيول شو.
د ولسي جرګې د رئيسانو کميټې وپتيله چې د روان کال د وږي دمياشتې په ٢٨ نيټه د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو او د عامې روغتيا وزيران او دکورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې معين په هېوادکې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د حالت او د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د څرنګوالي په اړوند استجواب کړي .
دغه راز د رئيسانو د کميټې په غونډه کې تصويب شوه چې وکيلان دې خپل ولايتي رپوټونه د الفبا دتورو له مخې د وږي دمياشتې په ٢٣ نيټه وړاندې کړي او د وږي دمياشتې په ٢٥ نيټه د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې غړى او د انتخاباتي نظام د اصلاح دکميسيون غړى اسدالله سعادتي د انتخاباتي دنظام په اړوند دمجلس غړو ته رپوټ وړاندې کړي.
0 1 دقیقه لوستل