کابل باختر د اسد٢٧
د هيواد دخپلوا کۍ د بيرته ترلاسه کولو څلور نوي يمه کاليزه نن دبارک دملي وحدت د مرکز اودځينو نورو بنسټونو له خوا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې ونمانځل شوه .
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخي :
په هغې غونډه کې چې له همدې ا مله د جمهوري رياست دشکايتونو د اوريدو او دعريضو دڅيړنې درييس اسدالله وفا ، په پارلمان کې د ځينو استازو او د مدني ټولنې د يوشميراستازو په ګډون جوړه شوې وه د امان اله خان لور شهزادګي انديا ددغې ورځې په باب خبرې وکړې او ويې ويل ، چې غازي ا مان الله خان يومترقي او د سولې پلوي باچا و ، اوپه ١٩١٩ کال کې يې د افغا نستان بشپړه خپلواکۍ اعلام کړه .
دې زيا ته کړه چې ده د خپلواکۍ له اعلامولو وروسته دافغا نستان د معرفي کولو په خا طر لويديځو هيوادونو ته رسمي سفرونه و کړل او د اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو په خا طر يې له هيوادونو سره قراردادونه لاسليک کړل .
دې زياته کړه ، چې په ١٩٢٤ کال کې دافغانستان لپاره يې لومړني اساسي قانون دخلکو په جرګه کې تصويب کړ چې په هغه وخت کې په ځينو اسلامي او آسيايي هيوادو و کې دغه شان قانون شتون نه درلود .
په دې غونډه کې د بارک دملي وحدت رييس ډاکتر فريدون ، ډاکترعلي احمد جلالي ، د مشرا نو جرګي غړي انارکلي هنريار اوځينو نورو برخه والودهيواد د خپلواکۍ او د غازي امان الله خان دشخصيت په اړوند خبرې وکړې .
ددغې غونډې په پاى کې يو پريکړه ليک صادرشو چې دافغانستان د خلکو په يو والي او پيوستون باندې په کې ټينګار شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل