ورزش

معلولو اومعيوبو ورزشکارانو ته يو ورزشي جمنازيوم جوړيږي

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٢٥ :
د المپيک ملي کميټه په پام کې لري چې دهيواد معلولو اومعيوبو ورزشکارانو ته يو ورزشي جمنازيوم جوړ کړي.
دباخترآژانس دخبرله مخې: دغه ټکى  د المپيک  دملي کميټې رييس ظاهر اغبر  د ورزشي نمايشاتو په مراسموکې چې پرون دهيواد د معلولواومعيوبو ورزشکارانو له خوا په دغې کميټه کې پرځاى شول؛ بيان کړل.
ده د له دغو ورزشکارانو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې  له هغوى څخه  وغوښتل چې  خپلې ورزشي ځواکمنۍ لازياتې کړي.
د اولمپيک دملي کميټې رييس له دوى سره ژمنه وکړه چې دوى ته به يوځاص ورزشي جمنازيون جوړ کړي  .
معلولواومعيوبو ورزشکارانو د باسکټبال، پينګ پانګ، وزن پورته کولو، ځغاستې، فوټبال او بايسکل ځغلولوپه  څانګوکې ورزشي نمايشات اجراکړل.
د يادونې وړ ده چې په دغو نمايشاتوکې درې شپيتو تنو معلولو او معيوبو ورزشکارانو ګډون  درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته