خبرونهTOPښوونه او روزنه

د فراغت د تحصيلي اسنادو د بیې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

کابل، د کب ۲۴مه، باختر

لکه څرنګه چی ګران محصلین په جریان کې دي، په دې وروستيو کې د فراغت د تحصيلي اسنادو (ډیپلوم او ترانسکرپت)  پاڼې په معياري او خوندي توګه د هېواد په داخل کی ترتیب شوي او د فراغت د تحصيلي اسنادو د لایحې سره سم خصوصي تحصيلي بنسټونو ته خبر ورکړل شوی،  چې په یادو پاڼو کې د فراغت د هر سند د صدور په مقابل کې له فارغ التحصيلانو څخه یواځې دولس سوه (۱۲۰۰) افغانی واخلي.

نو د لوړو زده کړو وزارت له ټولو خصوصي تحصيلي بنسټونو څخه په درنښت غوښتنه کوي،  چې د فراغت د تحصيلي اسنادو د صدور په مقابل کې له خپلو فارغ التحصیلانو څخه یواځي هغه مبلغ واخلي چې د فراغت د تحصيلي اسنادو د صدور په لایحه کې ذکر شوی.

فارغ التحصیلان کولای شي، چې د یادې موضوع اړوند ستونزې په صورت کې د لوړو زده کړو وزارت په وېبپاڼه کې خپل شکایت درج کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته