خبرونهاقتصادفرهنګ

۱۶ بهرنیو سیلانیانو له کندهار څخه لیدنه وکړه

 کابل، د کب ۱۴ مه، باختر

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې کندهار ته د امريکا، هسپانېا، ايرلېنډ، برازيل او کېنيا هېوادونو څخه  ۱۶ سیلانیان راغلي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني یادو سیلانیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې د شته ښکلاوې او واقعیتونه په اړه خپلو هېوادوالو ته معلومات ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بریا او د هر اړخیز امنیت په تامینېدو سره په هېواد کې د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی او له کومې اندېښنې پرته ټولو ولایتونو ته سفر کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته