سیاستخبرونهاقتصادTOP

یو روسی پانګه وال غواړي د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي

کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، له روسي پانګه وال سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې،  روسي پانګه وال د خپل شرکت د تجربې او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي: “زموږ شرکت له ۱۲۰ کلونو راپدېخوا په ایران، عراق، سوریه او تاجکستان کې فعالیت لري او د پرمختللو وسایلو په درلودو سره چمتو یوو په افغانستان کې هم کار وکړو.”

هغه، دغه راز له ګازو او کثافاتو څخه د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید خبره کړې او د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې یې پر پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د برېښنا د تولید او د نفتو او ګازو په برخه کې، د پانګونې په خاطر د یاد شرکت د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اوسمهال په هېواد کې سراسري امنیت تامین دی او د ټولو بهرنیو پانګه والو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه برابر شوي دي.

هغه زیاته کړې چې سوداګر او پانګه وال کولی شي په افغانستان کې په ډاډه زړه او بشپړې روڼتیا پانګونه وکړي او د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی چې ورسره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته