امنیت

شپيته تنه داعشيان اوطالبان په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې تيره شپه دامنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې شپيته تنه داعشيان اوطالبان ووژل شول .
  دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل: په هغو ځانګړو  عملياتو کې چې داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول .
دداعش  او دوسله والو طالبانو دډلو شپيته تنه افراد ووژل شول  يوه اړونده خبرځاى وويل  چې دغه عمليات  دامنيتي ځواکونو له خوا په هوايي   او ځمکني  ډول ترسره شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته