خبرونهاقتصادټولنه

ګردېز کې د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د غوايي ۵مه، باختر

ګردیز ښاروالۍ په یاد ښار کې د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی

د ګردېز ښاروال مولوي حبیب الرحمن منصور د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د ښار لومړۍ ناحیې اړوند شیخانو سیمه کې د یو ان هبیتات موسسې په مالي ملاتړ د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي، د یو متر په پلنوالي او د یو متر په لوړوالي سره د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د دغه کانال د رغنیزو چارو پیل سره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ټاکل شوې، چې د جوړولو چارې به يې په راتلوونکو دوه میاشتو کې بشپړې شي.

ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي د دغه کانال جوړېدو ته خوښ دي، چې د اوبو بېځایه ضایع کېدو مخه نیول کېږي او د کروند ګرو کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته