کابل، د غوايي ۳مه، باختر
د کندهار ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۷ فرعي سړکونو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د یونپس موسسې له لوري د ښار په ۱۳مه ناحیه کې د ۸۶۴ مترو په اوږدوالي د ۷ فرعي سړکونو د رغولو چارې پيل شوې دي.
هېره دې نه وي چې په یاده پروژه کې ۱۱۰ کسانو لپاره د دوه نیمو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شي.