خبرونهاقتصادټولنهTOP

کندهار؛ د بهرنیو هېوادونو مارکیټونو ته ۵۳ زره ټنه وچه مېوه صادره شوې

کابل، د لېندۍ ۱۵ مه، باختر

کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا وايي، چې د روان ۱۴۰۲ ه ش کال په تېرو اتو میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۵۳ زره ټنه وچه مېوه بهرنيو مارکیټونو ته صادره شوې او څه باندې ۱۸۱ میلیونه ډالر عاید ورڅخه ترلاسه شوي دي.

د بینا په وینا دغه وچه مېوه پاکستان، هند، چین، دوبۍ، اروپایي او امریکايي هېوادونو ته صادره شوې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان بهرنیو مارکېټونو ته د افغاني وچې مېوې صادرول د هېواد د اقتصادي حالت د پرمختګ لپاره ګټوره لاره بولي او پر زیاتوالي یې ټینګار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته