سیاستخبرونهTOP

کابل کې د ایران سفیر پر غزه د صهیونیستي رژیم د تېري او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید په اړه د اسلامي امارت د دریځ ستاینه وکړه

کابل، د غوايي ۳مه، باختر 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون په خپل کاري دفتر کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د یاد هېواد سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د سیمه‌ ییزو پرمختګونو، د اړیکو پر پیاوړتیا او نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې.

متقي په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو برخو کې یې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

په ورته وخت کې حسن کاظمي قمي په دغه کتنه کې پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د ښکاره تېري په هکله د افغانستان اسلامي امارت له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د حملې غندنې څخه مننه وکړه.

قمي همدارنګه سیستان ته د هلمند سیند د اوبو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په اړه خوښي څرګنده کړه او اوبه یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو مهم عامل وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې د اوبو جریان به دوام ومومي.

 د بهرنیو چارو سرپرست څرګنده کړه، چې سږ کال د خدای ج په فضل په هېواد کې بارانونه وشول، چې په پایله کې یې له څو کلنې وچکالۍ وروسته د نیمروز ولایت او د هغه هېواد په سیستان کې د هلمند سیند اوبه روانې شوې.

 غونډه د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر بنسټ د ښو اړیکو پر لا پراختیا په ټینګار سره پای ته ورسېده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته