کابل، د وري ۶مه، باختر
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې له نوي استازي تاج الدین اوېلا سره تعرفي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د روغتیا په برخه کې د یادې ادارې پر دوامداره همکاریو، د روغتیايي برخو پر تخنیکي ملاتړ، د دواړو لورو تر منځ پر لازیاتې همغږۍ او ګڼو نورو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په دغه ناسته کې د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د خپلو لومړیتوبونو څخه وبلل او ویې ویل، موږ هڅه کوو؛ تر څو د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې استازي د روغتیا په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ غوره همغږۍ ته په اشارې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.