کابل، د غويي ۲مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د غور له والي مولوي احمد شاه دین دوست سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د غور ولایت اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د رسولو، د روغتیا په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د موجوده ستونزو د حل په اړه خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د هېواد لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسول، د دغه وزارت له لومړیتوبونو بللي او ویلي یې دي چې په همدې موخه په دغو وروستیو کې د نورو ولایتونو ترڅنګ، غور ته هم ځانګړې پاملرنه شوې او ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونه په کې جوړ شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.