۱۰۰ ورځې

ډاکترمحمد اشرف غني احمدزي دافغانستان دملت ګوند له غړو سره وکتل

 کابل باختر دتلې دمياشتې ١٣  : 
دافغانستان  داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي  نن دافغانستان دملت ګوند له غړو سره  وکتل او دنيکمرغه  لوى اختر له امله يې دوى ته مبارکي وويله .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر رورکړ  :
په دې کتنه کې چې په ارګ  کې وشوه دافغانستان دملت  ګوند غړو دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس په توګه دډاکتر محمداشرف غني احمدزي دټاکل کيدوله امله  مبارکي وويله .
په مقابل کې  ډاکتر محمد اشرف  غني احمدزي  دافغانستان دملت ګوند  له غړو څخه وغوښتل چې دښې  حکومت والۍ اوله فسادسره دمبارزې په برخه کې دې له  حکومت سره همکاري وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته