سیاست

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين دسلما بند پرانستل له هر افغان سره دهند هيواد د دوستۍ نښه ده.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٦
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين دهيواد له يو شمير مدني مرکزونو سره د سلمابند دافغان – هند د دوستى )دپرانستلو هرکلى وکړ دغه اقدام يې دافغانستان دخلکو لپاره نوې هيله وباله .
دباختر آژانس دخبرله مخې : داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين او سرپرست دشنبې په ورځ دغبرګولى دمياشتې په ١٥ نيټه دهيواد له يو شمير مدني مرکزونو سره ديوې غونډې په ترڅ کې دسلما بند د پرانستلو هرکلى وکړ او ويې ويل : له دغه بند څخه په کټې اخستنې سره دافغانستان خلک له اوږدې مودې وروسته خپلو هيلو ته ورسيدل.
دځوانانو دچارو معين زياته کړه چې دافغانستان خلک د مرستندويو هيوادونو او په تيره بيا دهندوستان د بنسټيزو مرستو څخه چې په رښتيايې دخلکو دکورونو په روښانه کولو کې يې کړى دى دوياړوړ دى .
دختيځ زون دسراسرى شورا رييس عنايت الله صافى په دې غونډه کې وويل : دهيواد په لويديځ کې د سلما بند پرانستل نه يواځې دلويديځ زون خلکوته بلکې هر وګړى ته يې دافغانستان په ختيځ ،شمال او جنوب کې هيلې رامنځته کړى دى .له بله پلوه دحق او عدالت ګوند رييس عبدالرشيد ايوبي دهندوستان دبې غرضو مرستو هرکلى وکړ او ويې ويل دافغانستان خلک به هيڅکله دهندوستان مرستې هيرې نه کړي .
دغه راز زياته يې کړه چې دافغانستان خلک له ګاونډيو هيوادونو څخه دهندوستان په شان د اړيکو او دوستى غوښتنه کوي دسلما بند دجوړولو کار دلومړى ځل لپاره په ١٩٦٧ ميلادي کال کې پيل شو خو دجګړو د دوام له امله تر ٢٠٠٢ م کال پورې وځنډول شو .
دسلما بند د هريرود سيند دپاسه دهندوستان له خوا دڅه ناڅه درې سوه مليونو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى چې پنځه ويشتو زرو کورنيو ته دبريښنا رسولو ترڅنګ اتيا زره هکتاره ځمکه هم خړوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته