سیاستخبرونهTOP

چین له لوري د افغانستان اسلامي امارت رسمي سفیر ومنل شو

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
مولوي اسدالله (بلال کریمي) د ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې په ۲۴ نیټه د چین پلازمینې بیجینګ ته ورسېد او په چین کې یې د افغانستان د لوی سفارت د سرپرست، دیپلوماتانو او کارکونکو ترڅنګ یې ‏د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت د بهرنيو چارو د وزارت د ځانګړي استازي یوی شاویونګ او مل پلاوي له لوري هرکلی وشو.
نوموړي نن د خپل باورليک کاپي د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رئیس هونګ لې ته وسپاره.‏
په دې اړه جوړه شوې ناسته کې هونګ لې د افغانستان سفیر ته ښه راغلاست ووایه او دا یې د چین او افغانستان ترمنځ د اړيکو په پراختیا کې مهم ګام وباله.
نوموړي وویل چې چین د افغانستان ملي حاکميت او د افغانستان د خلکو پرېکړو ته احترام لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نکوي او نه یې پخوا مداخله کړې ده.
په ورته وخت کې په چين کې د افغانستان نوي سفیر بلال کريمي وويل: “خوښ یم چې د اسلامي امارت د رسمي سفیر او فوق العاده استازي په توګه په چین کې خپله دنده پيلوم”.
‏ کریمي همدارنګه چينايي لوري ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې هيچا ته تهدید نه دی متوجه او په سیمه کې ثبات او امنیت د ټولو په ګټه دی.
‏هغه په افغانستان کې د چين له لوري د سرمایه ګذارۍ، د زیر بناوو د احیا، د انکشافي پروژو او بیا رغونې په برخو کې د چين رول مهم یاد کړ او په افغانستان کې اوسنی راغلی ثبات یې یو ښه فرصت و باله چې باید اعظمي استفاده ترې وشي.
‏د يادونې وړ ده، چې چينايي لوري په دغه کتنه کې هيله څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت د رسمي سفیر په راتګ سره د چین او افغانستان ترمنځ دغه مثبتې اړيکې لا پیاوړي او پراخې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته