ټولنه

په بلخ کې نجونو ته دکار موندلو د تعليماتوپروګرام پيل شو

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
په بلخ ولايت کې يو زرو درې سوه نجونې او ښځې ته د کارموندلو د تعليماتو د پروګرام تر روزنې لاندې دي.
دغه پروګرام د نړيوال بانک له خوا د (سي اچ اې) د دفتر په همکارۍ پيل شوى دى.
د (سي اچ اې) د دفتر مسوول ډاکتر ميرويس صافي د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دې پروګرام کې له اتلس کلنى څخه تر ديرش کلنى پورې د دولسمو ټولګيو يو زرو درې سوه تنه نجونې اوښځې د شپږومياشتو لپاره دکمپيوټر، انګليسي ژبې  او د ژوندانه د مهارتونو په څانګوکې روزلې کيږي.
خبرځاى زياته کړه چې ددغه مرکز ټول مالي او تدارکاتي لګښتونه د نړيوال بانک له خوا ورکول کيږي او د هغه قرارداد له مخې چې دپوهنې وزارت او د نورو دولتي ادارو ترمنځ شوى دى؛ ددغه پروګرام په سلوکې او يا فارغانې په کار وکومارلې کيږي.
ويل کيږي دغه پروګرام د لومړي ځل لپاره د نړيوال بانک له خوا په نيپال کې او د دويم ځل لپاره په افغانستان کې هغه هم په بلخ ولايت کې پيل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته