کابل، زمري ۳مه، باختر
د چين هېواد په مالي ملاتړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معنیت اړوند د لرغون پېژندنې او فرهنګي اثارو د ساتنې یو شمېر کارکونکو ته د ( افغانستان د فرهنګي اثارو د ساتنې او لرغون پېژندنې د جګپوړو کارکوونکو روزنیزه دوره) تر سرلیک لاندې ۲۰ ورځنی انلاین روزنیز سمینار نن پیل شو.
یاد سمینار د چین هېواد د سوداګرۍ وزارت په مالي ملاتړ د یاد هېواد د فرهنګ او ګرځندوی ادارې د مرکزي اکاډمۍ په کوربه توب پیل شو، چې په پایله کې به يې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون پېژندنې او تاریخي ابداتو د ریاستونو او د علومو اکاډمۍ غړي د لرغون پېژندنې او تاریخي اثارو د ساتنې په اړه زده کړي او مالومات تر لاسه کړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معین مولوي عتیق الله عزيزي د یاد سمینار د پرانستې پر مهال په خپلو خبرو د چين هېواد د دغه ابتکار ستاینه وکړه او د مننې تر څنګ يې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوامداره دوه اړخیزو اړیکو ټینګار وکړ.
عزيزي همدارنګه وویل چې چین او افغانستان د ښو او دوستانه اړیکو اوږده مخینه لري، او اسلامي امارت غواړي چې له یاد هېواد سره د ښو سیاسي اړیکو ترڅنګ د دوه اړخیزو فرهنګي اړیکو نوی فصل پرانیزي.
نوموړي زیاته کړه چې څلورو لسیزو جګړو د افغانستان د لرغون پېژندنې په برخه کې د پرمختګ مخه هم ډب او په ټپه درولې ده، او هیله يې څرګنده کړه چې د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول چین په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د تاریخي ابداتو او فرهنګي اثارو د ساتنې او خوندیتوب په موخه يې کار پیل کړی او هڅه کوي چې د افغانستان د فرهنګي اثارو او تاریخي ځایونو کتنې او رغولو ته د نړیوالو پاملرنه را جلب کړي.
افغانمل