سیاستخبرونهاقتصادTOP

چينايي سوداګرو د پنجشير والي سره لیدنه کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده

کابل، د غويي لومړۍ نېټه، باختر
د چين هیواد یو شمېر سوداګرو د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې د پنجشیر له سینده کابل ښار ته د اوبو لېږدولو ملي پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده.
جیم پین او نورو چينایي سوداګرو په افغانستان کې سرتاسري امنیت د پانګونې لپاره مناسب فرصت وباله.
په دغه لیدنه کې د پنجشير والي دوی ته وویل چې په پنجشير کې زرګونه کانونه پېژندل شوي او د څه باندې ۵۰۰ کانونو رایستنه په عملي بڼه روانه ده.
هېره دې نه وي چې مخکې له دې هم پنجشېر کې ورته ایراني، فرانسوي او امریکايي سوداګرو د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته