کابل باختر/ د زمري دمياشتې ١٤ :
په کندز ولايت کې څه دپاسه ديارلسو زروکورنيو پرون د ملي پيوستون پروګرام د ټولګټو پروژو له آسانتياوو څخه ګټه واخيسته.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي پيوستون د پروګرام د ٤٩ پروژو کار د ٨٤ مليونو ٧١٧ زرو افغانيو په لګښت د کندز ولايت په چهار درې، خان آباد، امام صاحب، دشت ارچي او علي آباد ولسواليوکې بشپړ شوى دى چې د ټولنيزو مرکزونو، پلګوټو، ګبيوني او استنادي ديوالونو او د سړک د غاړو ويالو جوړول، د بريښنا د ښاري شبکې غځول، د لاسي بمبو په درولو سره د څښاک د اوبو د ٥٥ څاه ګانوکيندل او د سړکونو جوړول او کريړ اچول شامل دي چې د دغو پروژو له آسانتياووڅخه ١٣زره ٤٥١ کورنيو ګټه واخيسته.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په کندز ولايت کې٨٦٣ کلي د پرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولې دي او تراوسه پورې يې په دغه ولايت په بېلابېلو برخوکې ٢زره٨٥٦ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارلې دي.
0 1 دقیقه لوستل