خبرونهاقتصاد

څلور پرمختیایي پروژې په پنجشېر کې پرانیستل شوې

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
د پنجشېر په شتل ولسوالۍ کې څلور پرمختیایي پروژې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پنجشېر د ولسي تړون د ملي دفتر مسوول انجنیر رفیع سنګي باختر آژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د کرنیزو او څښاک اوبو کانالونه شامل دي چې د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت له بودجې څخه د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت تطبیق شوې دي.
په همدې حال کې د پنجشېر د شتل ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د سیمه ییزو مسوولینو له پاملرنې څخه په قدردانۍ سره په دې ولسوالۍ کې د زیاتو پروژو د تطبیق غوښتوونکي شول.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته