ټولنه

د٣٧ ټولګټو پروژو کار بشپړ شو .

کابل باختر د لړم  پنځمه :
دپروان ولايت يوشمير خلکو پرون دملي پيوستون دپروګرام  د ٣٧ ټولګټو پروژو له اسانتياو څخه ګټه واخسته .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. ددغو پروژو کار د ٦٤ مليونو ٩٨٦ زرو افغانيو په لګښت  دپروان ولايت په ځينو ولسواليو کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې .
په دغو پروژو کې داستنادي او محافظوي  ديوالونو ، دکرينزو اوبو دکانالونو  دټولنيزو مرکزونو او ددوو ښوونځيو د شپږ ټولګيزو ودانيو جوړول ، د څښاک دروغتيايي اوبو دڅاګانو کيندل او داوبو رسولو دشبکو غځول شامل دي .
دکليو  دبيا جوړولو و پراختيا  وزارت دملي پيوستون پروګرام په لغمان ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ٢٢٣ کلي دپراختيايي پروګرام ترپوښښ لاندې نيولي دي  او په دې بريالي شوى دى چې په بيلابيلو برخوکې د٢٦٢١ پروژوکاربشپړاودخلکوداستفادې   وړوګرځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته