خبرونهامنیت

څلور طالبان په پروان کې ونیول شول

کابل / د مرغومي / ۲/ باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه د پروان په بګرام کې د ۱۱۱فرقې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول.
د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان باختر اژانس خبریال ته وویل: د کابل او د پروان د بګرام ولسوالۍ د ژاله ، خانقاه او دوغ اباد په ساحو کې د ۱۱۱ فرقې د ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې څلور طالبان له څو وسلو ، مهماتو او یوې اندازې پوځي تجهیزاتو سره ونیول شول .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته