خبرونهامنیت

څلور تنه په جوزجان کې د لرغونو ساحو د کیندنې په تړاو نیول شوي

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د جوزجا د اطلاعاتو او فرهنګ مسوولینو د دغه ولایت په لرغونو ساحو کې د خپل سرو کیندنو په تور د ۴ تنو د نیولو خبر ورکړ.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخی آبداتو او د لرغونو ساحو د ساتنې مدیر میر افضل شیرزي باخترآژانس ته وویل: د قانون له مخې په لرغونو ساحو کې خپل سرې کیندنې جرم دی او هېڅوک حق نه لري چې د دغه ولایت په لرغونو ساحو کې خپل سرې کیندنې وکړي.
هغه زیاته کړه دغه کسان چې نن د دغه ریاست د۰۱۲ قطعې د ځواکونو له خوا ونیول شول د شبرغان ښار په یوه غوندۍ کې په کیندنو بوخت و.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ۰۱۲ قطعې ځواکونو ۶ تنه د کمیابو الوتونکو د ښکار په تورنیولي وو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته