خبرونهټولنهروغتیاښوونه او روزنه

پکتیا کې له نشه يي توکو رغېدلو کسانو ته د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شو

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر
د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسؤلین وايي، چې په دغه ولایت کې “د کندهار مهاجرینو مؤسسې” لخوا له نشه يي توکو رغېدلو کسانو ته د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شو.
د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمد رحیم نصرت وايي، چې په یاد مرکز کې به له نشه يي توکو رغېدلو ۳۶۰ تنو ته په مختلفو برخو کې حرفوي او کسبي زده کړې ورکول کېږي.
په دغه ولایت کې د کندهار مهاجرینو مؤسسې ولایتي دفتر مسؤل صمدالله همت وايي، چې دا پروژه په ټوله کې د دغې مؤسسې لخوا د ۲۱۷ زره ۴۴۶ امریکايي ډالرو په لګښت عملي کېږي چې ۱۸۰ تنه نارینه او ۱۸۰ تنه ښځینه وو ته په کې حرفوي زده کړې ورکول کېږي.
د هغه په وینا د حرفوي زده کړو دا پروګرام به د اوس لپاره په لنډمهاله توګه تر راتلوونکو شپږو میاشتو پورې دوام ولري او که په ښه ډول عملي شي په پلان کې ده، چې پنځو نورو کالونو ته وغځول شي.
همت باختر اژانس ته وویل: «دغه پروګرام د هغه چا لپاره دی، چې نشه يي توکو څخه رغېدلي او اوس غواړي په ټولنه کې سالم ژوند وکړي موږ حرفوي او مسلکي زده کړې ورکوو، دغه پروګرام له لارې به په ټوله کې ۳۶۰ تنه ګټه اخلي چې ۱۸۰ تنه نارینه دي او ۱۸۰ نفره د همدې نشه یي توکو څخه رغېدلو کسانو کورنیو ښځینه غړې دي.»
د دغه پروګرام له لارې یادو کسانو ته په خیاطي، نجاري، برق، موبائیلو ترمیم او ورته نورو برخو کې حرفوي او مسلکي زده کړې ورکول کېږي.
د مسؤلینو په وینا د دې پروګرام دوه ټولګي اوس مهال په مرکز ګردېز کې فعال شوي خو ډیر ژر به په ولسوالیو کې دری نور ټولګي هم فعال شي.
له نشه يي توکو رغېدلي کسان او دغه پروګرام څخه ګټه اخیستونکي وايي، خوښ دي چې حرفوي او مسلکي زده کړې ورکول کېږي دا به د دوی پر ژوند مثبت اغیز وکړي او بیرته به په ټولنه کې سالم ژوند ته ادامه ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته