اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون دڅه دپاسه ۶ میلیاردو څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۷ تړونونه منظور کړل

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ  د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پر۳۳ تدارکاتي موضوعاتو د بحث په پایله کې  دڅه دپاسه شپږو میلیاردو  افغانیو په ارزښت۱۷ نوې پروژې منظورې کړې چې په لاندې ډول دي.
د آریانا افغان هوایي شرکت پروژې باندې د بحث پر مهال جمهور رئیس غني ټینګار وکړ چې د حاجیانو د لېږد او رالېږد په برخه کې ورته هېڅ ډول ستونزې د منلو وړ نه دي او لارښوونه یې وکړه چې اقتصاد وزارت دې له مالیې وزارت او ملي تدارکاتو ادارې سره یو ځای پرټاکلي وخت د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره واضح مهالوېش او پلان برابر کړي.
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژي وزارت اړوند؛ د نوري فایبر په وسیله د ۱۰۱ ښوونځیو او مدرسو د نښلولو پروژه باندې د بحث پر وخت؛ یاد وزارت ته سپارښتنه وشوه چې د انټرنټ په وېش کې انډول په پام کې ونیول شي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د ټرانسپورټ وزارت اړوند؛ له چاه انجیر څخه تر ګرشک پورې د ۳۱ کیلو متروپه اوږدوالې دسړک جوړولو پروژې وخت او د یادې پروژې د څارنې د مشورتي خدمتونو د وخت تمدید هم کمېسیون تائید کړ.
دملي تدارکاتو کمېسیون د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ څخه تر دشت قلعه ولسوالۍ پورې د ۱۷ کیلو متروپه اوږدوالې دسړک جوړولو د وروستیو تدارکاتي پړاوونو په اړه د ټرانسپورټ وزارت د لارښوونې وړاندیز  د تخنیکي ستونزو له امله بېرته ور وګرځاوه.
همداراز ملي تدارکاتو کمېسیون د پکتیا ولایت له سیدکرم څخه تر تشنک لجه منګل پورې د سړک جوړولو پروژې د څلورمې برخې د دوهم لاټ او له جانیخیلو څخه تر څمکنيو پورې د سړک جوړولو د لومړۍ برخې د لومړي لاټ پروژو د ارزونې پروسې د پرمختګ په اړه  د لارښوونې وړاندیز تائید کړ.
د ټرانسپورټ وزارت پروژو باندې د بحث پر مهال جمهور رئیس غني ټینګار وکړ چې د پروژو ډیزاین او پلي کولو کې هېڅ راز ځنډ او خنډ ورته د منلو نه دی، یاد وزارت باید اصول په پام کې ونیسي او همداراز د ټرانسپورټ وزارت مسئولې برخې دې وارزول شي او په فساد ککړ چارواکي دې د عدلي تعقیب په موخه اړوندو ادارو ته وروپېژندل شي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون غړیو د کابل ښاروالي اړوند؛ د اووم لاټ سړکونو د جوړولو دپروژې د بیې د ټیټوالي پروژه؛ ( د دریم پروان څلور لارې څخه تر تنظیف څلور لارې، تنظیف څلور لارې څخه تر لب جر څلور لارې ، له لب جر څلور لارې څخه تر پنجصد فامیلي، د مریم لېسې سړک له خشت هوختیف څخه تر پارک ګولایي پورې) هم منظور کړه.
په ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت د کونړ او ننګرهار ولایتونو د مرمرو پروژې د پروپوزل د ارزونې او د پروان ولایت د لولنج د کلي د ټراورتین ډبرې د پروژې د پروپوزل د ارزونې په اړه بېلابېل راپورونه او وړاندیزونه؛ د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل چې له اورېدلو وروسته کمېسیون تائید کړل.
پر یادو پروژو باندې د بحث پر وخت جمهور رئیس سپارښتنه وکړه چې د څارنې په موخه دې نظارتي شرکت وګومارل شي  چې د یادو پروژوسمه څارنه وکړي.
همدارنګه د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د شبرغان د اندخوی د نوي سب سټېشن نصبولو، تجهیز او معاينې او د مزار شریف سب سټېشن د پراختیا پروژې د وخت او د کابل د ارغندي ۲۰/۲۲۰ کیلو ولټ سب سټېشن د نصبولو پروژې د وخت تمدید هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند دننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د غالیو اوبدونکو د صنعتي او استوګنیز ښارګوټي؛ پليو لارو سره یو ځای د سړک د برابرولو پروژې د وخت تمدید؛ ملي تدارکاتو کمېسیون تائید کړ.    
له اجنډا سره سم؛ په دې ناسته کې د پخوانیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق راپورونو باندې بحث وشو اوکمېسیون منظور کړه. همدارنګه د افغانستان دولت له خوا ټولو دولتونو/ سازمانونو، نړیوالو شرکتونو او اتحادیو سره د قرارداد په وسیله دتوکو د تدارکاتي پړاوونو د کړنلارې د منظوري په تړاو د ملي تدارکاتو ادارې یادداښت؛ د کمېسیون لخوا منظور شو.
د دې ترڅنګ د ملي راډیو تلویزیون له خوا د کرکټ نړیوال جام په مستقیم ډول د خپرولو پروژې د مالیې د پېسو د نه ورکولو په اړه یادداښت هم د ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ. پاى- فضل واحد  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته