خبرونهفرهنګټولنهښوونه او روزنه

پکتیا کې د “نوښتګرو ځوانانو د نوښت ستاینې” تر سرلیک لاندې د اختراع ګانو نندارتون جوړ شو

کابل، د سلواغې ۲ مه، باختر

پکتیا کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د “نوښتګرو ځوانانو د نوښت ستاینې” تر سرلیک لاندې د اختراع ګانو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې په دغه نندارتون کې د ۲۵ نوښتګرو ځوانانو او زده کړیالانو له لوري ۳۰ بېلابېلې اختراع کړې بريښنايي او تخنیکي الې نندارې ته وړاندې شوې.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس قاضي ثواب جان اسلام یار وايي، چې د دغه نندارتون د جوړېدو موخه په دغه ولایت کې د نوښتګرو ځوانانو د نوښتونو ستاینه، تشویق او ملاتړ دی.

نوښتګر ځوانان وايي، چې په یاد نندارتون کې يې د چرګوړو د تولید برېښنایي ماشین، د ریموټ په واسطه کنټرولیدونکي پلاستیکي توغندي ویشتونکي ټانکونه، د سولر برېښنا په واسطه د ګازو تولیدي نغري، مصنوعي لاس، ماسک، د برېښنا د ولټ لوړولو ماشین، اب ګرمي او ورته نورې بريښنايي او تخنیکي اختراع کړې الې نندارې ته وړانډې شوې دي.

دغه نندارتون کې د هوايي ډګر او پل جوړولو طرحې هم وړاندې شوې دي.

جاوید یو هغه ځوان دی چې په دې نندارتون کې يې د خپلو نورو ملګرو په ملتیا د سولر بريښنا په واسطه ګاز تولید نغری او مصنوعي لاس نندارې ته ايښې و، هغه وايي د هېوادنۍ مینې او د وطن ترقۍ انګیزې له مخې يې یاد نوښتونه کړي.

چارواکي د ځوانانو دا ډول نوښتونه او اختراع ګانې د وطن د ترقي، د ځوان نسل د هڅوونې، د فکرونو لوړوالې او له نورې نړۍ سره د هېواد د سیال کېدو لپاره ګټورې بولي او مخترعینو ته یې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

په ورته وخت کې نوښتګر ځوانان وايي، که اسلامي امارت ورسره مرسته وکړي او اړين وسايل ورته برابر کړي کولی شي، چې دې ته ورته نورې مهمې او ګټورې الې هم جوړې کړي.

 دوی له حکومت غوښتنه کوي چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

ولایتي چارواکي بیا یادو ځوانانو ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي او وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړی ارزښت ورکوي او د دغو نوښتګرو ځوانانو ستونزو او غوښتنو ته به رسیدنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته