خبرونهامنیت

په ۷ ولایتونو کې ۲۵ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د وري ٣٠مه، باختر
کورنیو چارو وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې په نیمروز، کندز، فاریاب، فراه، سمنګان، تخار او خوست ولایتونو کې ۲۵ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ٢٥ کسانو له ډلې، نیمروز کې اته تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، فاریاب کې څلور تنه د وسلو ګرځولو او نظامي تجهیزاتو د لرلو په تور، شپږ تنه په کندز کې د جنايي جرمونو په تور، سمنګان، فراه او خوست کې پینځه تنه د غلا په تور او دوه تنه د څارویو د غلا په تور په تخار کې نیول شوي دي.
هېره دې نه وي، چې پولیسو په غزني او فاریاب کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم کشف او ضبط کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته