خبرونهاقتصاد

په کونړ کې ښځو لپاره باغچې جوړېږي

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر

د کونړ سیمه ییز مسوولین د یو مرستندویه بنسټ په مرسته زرګونو اړمنو کلیوالو ښځو لپاره د کارموندنې  هڅې کوي.

ټاکل شوې ده دغو ښځو ته د کرنې او د کرنیزو محصولاتو د تولید په برخو کې د کار زمینه برابره شي.

د دغه پروګرام په چوکاټ کې نږدې ۲۰۰۰ ښځو لپاره د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې باغچې جوړېږي.

د (اف. جي. ای) بنسټ دغه لړۍ د کونړ د کرنې ریاست په همکارۍ پیل کړې ده.

د دغه بنسټ مسوول ارشاد الحق وايي چې پر اصلاح شویو تخمونو سربېره دوی ته د مېوو او سبو د تولید په برخه کې روزنیز ورکشاپونه هم جوړوي.

خاص کونړ او په سرکاڼو کې اړمنو ښځو د باغونو جوړولو هر کلی وکړ او هغه یې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د اقتصادي ودې سبب وباله.

د ښځو لپاره د کورنیو بڼونو جوړولو پروګرام د خوړو او کرنې  نړیوال سازمان له لوري تمویلېږي.

دغه پروګرام همدا اوس د هېواد په ختیځ، لویدیځ او شمال کې هم پیل شوی دی.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته