ټولنه

تبصره

کابل باختر د ليندي  څلورمه :
دليندي دمياشتې څلورمه دښځو پرخلاف دتاوتربخوالي دبند ولو نړيواله ورځ ده .دغه ورځ افغان ښځوته چې دژوندانه له ډول ډول ناخوالوسره مبارزه کوي او زيات تاوتريخوالى زغمي ، ځانګړى ارزښت لري .
دباخترآژانس مصبرليکي :
دليندي دمياشتې څلورمه چې دنوامبردمياشتې له پنځه ويشتمې نيټې سره سمون خوري ، دښځوپرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو نړيواله ورځ ده افغان ښځې په داسې حال کې دغه ورځ نمانځي چې په افغانستان کې په سياست اوټولنه کې تل شکايتونوته شونډې پرانيستل کيږي اودښځوپرخلاف دډول ډول ناخوالو او دردونکي ژوندانه خبرې کيږي واقعيت دادى چې په افغانستان کې زيات شمير ښځې دډول ډول تاوتريخوالي سره مخامخې دي رواني خونديتوب  ته  يې زيان رسيدلى دى او دهغوى دژغورنې لپاره کم کارشوى دى .
افغانستان هغه هېواد چې په ځان پورې مشخص دودونه عادات اورواجونه لري دښځودحقوقو رعايتولو ته کمه پاملرنه شوې ده اوددغه قشر غږ کم اوريدل شوى دى په افغانستان کې ښځې دټوليزوناوړومعاملو په محورکې دي . په کليوکې دښځو ژوند خپلې ځانګړ تياوې لري له ښځوڅخه په کورنيوقضيو کې  دتصميم  نيونې حق اخيستل شوى دى دهغوى دزده کړې  حق يا هيڅ نه رعايتږي اويا هم د جومات  اويا  دښوونځي  په څو لومړنيو ټولګيو کې خلاصه کيږي  دژوندانه دشريک دانتخاب حق نه لري اوداکار په بشپړه توګه په کورنيو هغه هم په نارينه و پورې اړه لري کليوالي ښځو ته دروغتيايي خدمتونو وړاندې کول  په محدوده کچه کې دي آن په ځينو مواردو کې ډاکتر اويا طبيب  ته دښځو ورتګ يو ناشونې کار  بلل کيږي  له   دې څخه زيات ټکان ورکوونکى دادى چې ښځې په کورنيو اړيکو کې دمعاملاتو محور دى .
آن کولاى شو ووايو دقومي او کورنيو شخړو او لانجو د حل کولو لپاره وسيله بلل کيږي اوپه دغه شان معاملو کې په بدوکې دنجونو  ورکول ډير بد کار دى .
له ښځو اونجونوسره دبدوي او له انصاف څخه لرې چلند  دافغانستان ټولنې ته پيچلې حالت پيداکړى دى .
په غور کې  وروستى پيښې  چې په هغو کې درخشانې په نامه  يوه ځوانه نجلۍ په يوه ساختګي  اومحراب محکمه کې  سنکساره شوه په کابل کې دفرخندې په نامه دځوانې نجلۍ  کړيدل ، دزابل په ارغنداب کې ديرغملو وژل کيدل چې ديوې نهه کلنې نجلۍ په  ګډون دڅو ميرمنو سرونه غوڅ کړى شول اوپه قندهار کې دتورپيکې الفت وژل کيدل دهغو جنايتونواوناخوالو بيلګې دي چې په هيواد کې دښځو پرخلاف ترسره کيږي .
دغه راز کورنۍ تاوتريخو الى  اقتصادي  تنګسيا  دکار دفضا ناامنوالي  او غير خونديتوب اوپه ټولنه کې دښځو نه  زغمل ددې سبب شوي دي چې ښځې له جدي ستونزو سره مخامخې وي .
ناوړه دودونه او په کورنيو دنارينه سالار نظم واکمني او دديني او معاصر  سواد نشتوالى ددې سبب شوي دي چې  ښځې په هيواد کې زياتې ناخوالې وزغمي .
په تيرو څوارلسو کلونوکې په هيواد کې دښځو دحقوقودساتنې او دفاع لپاره زيات پروګرامونه جوړ شول خو لکه څنګه چې هيله  کيده ګټور نه وو .
سياسي کارپوهان اودښځو دحقوقو فعالان په دې عقيده دي چې په افغانستان کې  دښځو پرخلاف  تاوتريخوالې په سياسي او ټولنيز ډګر کې  له مانوري  موضوعګانو څخه شميرل شوي دي  آن په هيواد کې دښځو دحقوقوداعاده کولو لپاره مبارزه له سليقوي  ګټو او انګيزو سره يوځاى دي او دښځو دحقوقو د تامينولو پرځاى  دزياتو انجوګانو او موسسو شتون  ديوتاکلي قشر  لپاره دامتياز او ګټې دترلاسه کولو په  موخه  فضا برابره کړې ده .
سياسي کارپوهان تينګار کوي چې په شعار اوموخه کې نه همغږي ددې سبب شوې ده چې په افغانستان کې دښځو دحقوقو اعاده کول پيچلې  او له لوړو او ژورو  ډکه لاره تعقيب کړي دغه ستونزه هغه وخت حل کيداي شي چې په افغانستان کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي له منځه وړل ديو ارزښت په توګه تعريف شي اوددغه ارزښت په ګټه صادقانه  ژمنه او اغيزمن  کار وشي  او دټولنې قشرونه  په ټولو کچو کې منظم اوهمغږي  فعاليت پيل کړي منبرونه دښځو دحقوقو دبيانولولپاره  ښه ځايونه دي که چيرې خلک دښځو په حقوقو چې اسلام هغه تعريف کړي دي او هغه ارزښت چې داسلام مبين دين ښځو ته ورکړى دى خبر شي دهيواد دښځو په تيره بيا دکليوالي ښځو زياتره ستونزې به حل شي .
په همدې ترتيب  رسنۍ ښوونځي، تحصيلي موسسې  او عامه اماکن دښځو دحقوقو دبيانولو لپاره مناسب ځايونه کيداي شي چې بايد له هغو څخه ديوه فرصت په توګه کار واخلو اوخلک په تيره بيا هغه کسان چې دديني او معاصرو علومو په باب کم سواد لري دښځو په بشري او انساني حقوقو خبر کړو او په دې ترتيب يوه خوندي ټولنه جوړه کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته