کابل، د مرغومې ۱۲ مه، باختر
د کونړ د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ریاست له خوا یو شمېر ښوونځیو ته د درسي کتابونو د مرستې خبر ورکړی دی.
د کونړ د پوهنې رییس مولوي محب الله حیدري د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت یو شمېر ښوونځيو لپاره ۸۲۵ زره ۳۷۷ ټوکه درسي کتابونه وېشل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په یاد ولایت کې د درسي کتابونو نشتون یوه لویه ستونزه وه چې د اسلامي امارت په راتګ سره حل شوې ده.
ورته مهال د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني د ښوونځیو د پیاوړتیا لپاره د کتابونو او نورو درسي توکو شتون مهم وباله او په یاده برخه کې یې د پوهنې ریاست په لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ.